د ناروې پولیس وايي، په پلازمېنه اوسلو کې یې بم ته ورته وسیله موندلې او په دې شکیې یو تن نیولی دی.
د روېټرز خبري اژانس خبریال پرون شنبه له اوسلو څخه وویل چې د دغه ښار د ګروندلند یوه لویه برخه بنده کړای شوه.
پولیسو وروسته وویل، داسې ښکاري چې دا وسیله د تاوان اړولو زیات قدرت نهلري خو نورو تحقیقاتو ته انتظار باسي.
پولیسو د مشکوک نیول شوي کس په اړه زیات څه نهدي ویلي.