په سربیا کې پرون شنبه زرګونه زدهکونکو، بیا د هغه هېواد د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د صدراعظم الکساندر وچیچ د کلک بري پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو ویل چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال بډې ورکړل شوي، رأيه ورکوونکو ته ګواښونه شوي او رسنۍ تر فشار لاندې شوې وې.
زدهکوونکي له تېرو شپږو ورځو راهیسې د سربیا پلازمېنه بلګراد کې راغونډېږي او د الکساندر وچیچ د بري پر ضد شعارونه ورکوي.
د پرونۍ مظاهرې یوه ګډونوال یانکو بالیاک د اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل:
"زه هیله لرم چې دا لاریونونه به لا پراخ شي. که دا اعتراض زیات ستر شي، موږ له دې حکومت سره د تل لپاره د خدای په امانۍ چانس لرو."
الکساندر وچیچ د تېرې یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۵۵ فیصده رأیې خپلې کړې او له نورو لسو کاندیدانو مخکې شو.