هیلې: ایران او روسیه هم د سوریې د رژیم ترڅنګ مسؤل دي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي ویلي په سوریې کې د کیمیاوي وسلې د کارېدو په برخه کې ایران او روسیه هم د سوریې د رژیم ترڅنګ مسؤل دي.

نیکي هیلې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې خبرې کولې.
دا وایي:

"اوس داچې د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلې په برید کې مسؤل دی، دا یوازینی مقصر اړخ نه دی، د ایران حکومت هم د دې کار ډېر مسؤلیت لري، هغوی کلونه کلونه د سوریې د دیکتاتور رژیم پلوي او محافظت کړی دی، ایران په پرله پسې ډول د سوریې په خونړیو بریدونو کې رول لرلی دی."

نیکې هیلې دغه راز د روسیې د حکومت یادونه هم وکړه چې د دې په خبره حتی د ناوړه بشري کړنو په برخه کې یې د سوریې د رژیم پلوي کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي زیاته کړه چې هیله یې لرله چې د سوریې په ادلیب ښار کې د کیمیاوي وسلې د کارولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د پریکړه لیک په خپرولو کې به پرمختګ وشي، خو دا وایي، روسیې یوځل بیا څرګنده کړه چې دوی به د دې پرېکړه لیک په وړاندې له خپل ویتو حق څخه کار واخلي.

هیلي زیاتوي دا ښیې چې روسیې په اګاهانه ډول اجازه ورکړې چې په سوریې کې کیمیاوې وسلې وي.

د دې په خبره نړۍ دې ته په تمه ده چې د روسیې حکومت په سوریې کې مسولانه اقدام وکړي او د بشار الاسد سره د ناسم ایتلاف په برخه کې پر خپل دریځ له سره غور وکړي.

د اپرېل پر څلورمه نېټه د سوریې په ادلیب ښار کې د حکومت له لوري کیمیاوي وسلې برید شوی، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۶ تنه پکې وژل شوي دي.