د ټرمپ زوم ونه توانېد روسي چارواکو سره لیدنې افشا کړي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم ونه توانېد له لوړ پوړو روسي چارواکو سره لیدني افشا کړي.

په متحده ایالاتو کې د روسیې د سفیر او د کریملن د یوه بانک له مشر سره د لیدو د راپور ورکولو په اړه د ټرمپ د زوم د ناکامۍ خبر لومړی ځل نیویارک ټایمز ورځپاڼي ورکړ.

دا خبره په یوه داسي حساس وخت کې کېږي چې د امریکا فدرال تحقیقاتي اداره اف بي آی او د کانګرس څو کمېټې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې لاس لرلو او له کرملېن سره د ولسمشر ټرامپ د انتخاباتي ټیم د احتمالي اړیکو د ادعاوو په اړه تحقیقات کوي.

د ټرمپ د زوم جارید کوشنر وکیله وایي، موکل یې د ټرمپ ترلوړې دمخه له ګڼه ګوڼي ډک وخت کې د یوې ادارې ستونزې له کبله نه دی توانېدلی چې دغه معلومات برابر کړي.

دا وایي کوشنر تېره میاشت په خپله خوښه حاضر وو چې د امریکا د کانګرس کمېټو ته چې په دې اړه پلټني کوي، ځواب ووایي.

دغه وکیله وایي، کوشنر هغه وخت په تېروتنې سره د جرمي سابقې درلودلو غوښتنلیک نا بشپړ شوی حکومت ته لېږلی دی.

دا زیاتوي چې دغه پاڼه وروسته بشپړه شوې او پکې راغلي چې: «د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او دانتقال دورې پرمهال ما د هغو بهرنیو چارواکو د رابط په توګه کار کاوه چې غوښتل یې له ولسمشر ټرمپ سره اړیکه ونیسي او ما په دې وخت کې له بهرنیو چارواکو سره ډېرې اړیکې درلودې.»