د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي چې پر سوریې د امریکا د راکټي برید په برخه کې د روسیې له قهرجن غبرګون څخه ناهیلی شوی، خو حیران شوی نه دی.
مسکو د سوریې پر یوې هوایي پوځي اډې د امریکا لخوا راکټي برید غندلی او هغه یې یرغلګر اقدام او له نړیوالو قوانینو سرغړونه وباله.
مسکو ویلي دوی به په سوریې کې د امریکا له پوځ سره تماسونه وځنډوي او له سوریې سره به مرسته وکړي چې د راتلونکو بریدونو په وړاندې خپل هوایې دفاعي سیستمونه ډېر کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي د روسیې لخوا په دې غبرګوم نهیلی سوم ځکه دا د هغه رژیم څخه د هغوی د ملاتړ دوام ښیې چې د خپلو خلکو په وړاندې دا ډول ویروونکي بریدونه کوي.
ټاکل شوې ټیلرسن راتلونکې اونۍ د خپل لومړني رسمي سفر په ترڅ کې مسکو ته ولاړ شي.
هغه ویلي دا غبرګون نهیلي کوونکی دی، خو په خوشینۍ سره باید ووایم چې هېڅ حیرانوونکی نه دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د دې برید هدف دا وو چې د سوریې حکومت لخوا د روانۍ اونۍ په ترڅ کې د کیمیاوې وسلې د کارولو په بدل کې د اسد رژیم ته سزا ورکړي.
په برید کې چې د ادلیب په خان شیخون سیمه کې وشو، شپږاتیا کسان ووژل شوه چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.
پنتاګون وایي، د امریکا په توغندویې برید کې د سوریې شیرات Shayrat هوایي اډې یوه برخه ویجاړه شوې ده.
له دې اډې څخه د کیمیاوي وسلې برید شوی وو.
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په سوریې کې د کیمیاوي وسلې د کارولو ادعاوو په اړه د بې پرې څېړني غوښتنه کړې ده.
ایران د سوریې د ولسمشر اسد پلوي کوي او د امریکا توغندویې ځوابیه برید یې یرغلګر اقدام وباله.