د افغانستان جمهوري ریاست اسټرالیا اندونیزیا او سنګاپور ته د افغان ولسمشر سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي چې د ولسمشر غني په دې سفر کې د اوبو د مدیریت،کانونو، کرنې، لوړو زده کړو او یو شمېر نورو برخو کې څو مهم قراردادونه لاسلیک شوي دي.
ښاغلي مینه پال وویل ولسمشر غني د دغه سفر پرمهال په افغانستان کې د ظرفیتونو او شته فرصتونو په اړه هم د دغو هېوادونو له چارواکو او سوداګرو سره خبرې اترې کړې او هغوی په دې برخو کې لېوالتیا ښودلې ده.
د ویلو ده چې ولسمشر غني له اسټرلیايي چارواکو سره د۲۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې تړون هم لاسلیک کړی.