هاشمي: هر سیاسي ګوند چې پوځي فعالیت ولري لغوه به شي

د افغانستان عدليې وزارت وایي، هر سياسي ګوند چې وسله وال ځواکونه ولري لغوه به شي.

د دغه وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې له امنیتي ارګانونو وغوښتل هغه ګوندونه چې نظامي فعالیت لري دوی ته دې په اړه خبر ورکړي:

"د قانون له احکامو سره سم هغه ګوندونه چې وسله وال ځواکونه ولري امنیتي ارګانونه باید په دې اړه موږ ته خبر راکړي ترڅو د دغو ګوندونو په وړاندې اقدام وکړو."

نوموړي وویل تر اوسه له دوی سره په دې اړه کوم شکایت نه دی ثبت شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون ځنیو غړیو اندېښنه ښودلې او ویلي چې په هېواد کې یو شمېر سیاسي ګوندونه لاهم بې وسلې شوې نه دي او نظامي فعالیت لري.