بدخشان ته د داعش ډلې تلو په اړه د یاد ولایت چارواکو اندېښنې

د بدخشان چارواکي اندېښنه څرګندوي چې ښايي د هوا په ګرمېدلو سره داعشیان د پاکستان له لارې دغه ولایت ته راشي.

دا خبرې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد نبي بیان نن له ازادي راډیو سره په مرکې کې وکړې:

"قوي احتمال شته چې په روان کال کې هغه داعشیان چې په نورو هېوادونو کې يې ماتې خوړلي او له داعش څخه غېر نورې هغه ډلې چې په پاکستان کې روزل شوي تېر کال هم بدخشان ته راوښتې وې او سږ کال هم اطلاعات موجود دي چې راځي."

په ورته کې د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي هم ویلي چې په سوریه او عراق کې ماته خوړلي داعشیان چې پاکستان ته تښتېدلي دې دغه ولایت ته د راتلو په هڅه کې دي.

بدخشان د افغانستان په شمال شرق کې پروت ولایت دی چې له تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډه سرحدي پوله لري.