سنګري: ازرګان کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات تېره ورځ د مرکز ترینکوټ اړوند شمال لوېدیځ برخه کې ترسره شوې دي.

نوموړي وویل چې د یادو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو یو رینجر موټر له منځه تللی او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

ښاغلي سنګري همدارنګه وویل، تېره شپه هم په یاده سېمه کې وسله والو طالبانو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې دوه طالبان په کې وژل شوي اودوه نور ټپيان شوي او په خبره یې چې درې ملي پولیس هم ټپیان شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.