د هرات اسلام قلعه او هرات تورغنډي لویې لارې نن د مظاهرو له امله تړل شوي دي.
له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې دغه مظاهرې د هرات د ولایتي شورا پر پخواني رئیس کامران علیزي د ادارې فساد د درنو جرمونو سره د مبارزې د ځانګړې ابتداییه محکمې د حکم صادرولو په تړاو شوي.
مظاهره کوونکي وايي تر کومه چې عدالت تامین نشي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزي ويلي چې د درنو جرمنو پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز د ده په اړه سیاسي او سلیقوي پرېکړه کړې ده.
یاد عدلي او قضايي مرکز څو ورځې وړاندې له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور کامران علیزی په دوه نیم کاله بند محکوم کړ.