ملاله یوسفزۍ د«م.م» د سولې استازې ټاکل کېږي

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ به ډېر ژر د ملګرو ملتو د سولې د ځوانې استازې په توګه وټاکل شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګاترس پرون وویل، نولس کلنه ملاله یوسفزۍ به د اپریل په لسمه دا ویاړ ترلاسه کړي.

ملالې ته وروسته تر هغه پاملرنه زیاته شوه چې په پاکستان کې طالبانو دا د ښوونځي په سرویس کې په دوزره دولسم کال کې پر سر د دې لپاره وویشته چې دې د نجونو د زده کړو لپاره مبارزه کوله.

ملاله له دې حملې وروسته سخته ټپي شوه چې بیا یې په بریتانیا کې درملنه وشوه او اوس هم هلته ژوند کوي او ښوونځي ته ځي.

ملالې ته په دوه زره څوارلسم کال کې د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

د ملګرو ملتو سرمنشي وویل، د نجونو د تعلیم په برخه کې د ملالې زړورو هڅو ګڼ کسان په نړۍ کې زده کړو ته هڅولې دي او اوس چې د ملګرو ملتو د سولې د استازي په توګه ټاکل کېږي، له دې سره به د سولې په برخه کې ډېر څه وکړي.