غني: ترورېزم او مخدره مواد دوې نړیوالې ستونزې دې

ولسمشر محمد اشرف غني د سینګاپور له ولسمشر سره.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سينګارپور له صدراعظم سره په کتنه کې، تروريزم او مخدره مواد دوې نړيوالې ستونزې وبللې.

ښاغلي غني پرون له لي ثين لونګ سره د سينګاپور په استاناى ماڼۍ کې وکتل.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر غني په دې کتنه کې ترورېزم او مخدره مواد دوې نړيوالې ستونزې وبللې او د سيمې د امن، ثبات او پرمختيا لپاره يې پر جدي او ګډې مبارزې خبرې وکړې.

د سينګارپور صدراعظم ويلي چې هېواد يې تيار دى، په بېلابېلو برخو کې د افغانستان مرسته وکړي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د تخنيکي همکاريو يو تفاهم-ليک هم لاسليک کړو.

دا واضح شوې نه ده چې افغانستان او سينګاپور پر کومو تخنيکي همکاريو موافقه وکړه.