روسیې اته مشکوک کسان په تروریستي جرایمو تورن کړل

د روسيې محاکمو پرون اته مشکوک کسان د هغې خونړۍ بمي حملې په تړاو چې د دوشنبې په ورځ د سنټ-پيټرزبرګ په ميټرو کې شوې وه «په تروريستي جرايمو» کې په لاس لرلو تورن کړل.

په سنټ-پټرزبورګ کې يوې محکمې امر وکړ، تر هغو چې څېړنې بشپړېږي، د اتو نيول شويو مشکوکو کسانو له جملې دې شپږ کسان لږ تر لږه د دوو مياشتو لپاره په توقيف کې وساتل شي.

بلخوا پرون په مسکو کې هم دوه نور مشکوک کسان چې يو نارينه او يوه ښځه ده، تر هغو چې محاکمه کېږي- توقيف ته واچول شول.

دغه اته واړه تورن شوي چې په ميټرو کې يې د تېرې اوونۍ په بمي حمله کې په يو نه يو ډول لاس درلود.

په هغه حمله کې د مشکوک حمله کوونکي په ګډون ١۴ کسان وژل شوي او شا و خوا ۵٠ نور ټپيان شوي وو.

ټول نيول شوي مشکوک کسان د منځنۍ اسيا دي چې په هغه حمله کې يې خپل دخالت رد کړى دى.

پوليس وايي مشکوک حمله کوونکى اکبرجان جليلوف چې په خټه ازبک او په قرغزستان کې زېږېدلى و، وروسته يې د روسيې تابعيت اخيستى و.