د سویډن ساکهولم تروریستي حمله کې ۴ تنه وژل شوي

د سويډن پوليس وايي په پلازمېنه ساکهولم کې له پرونۍ مشکوکې تروريستي حملې وروسته يې د ښار نړيوال هوايي ډګر ته نېږدې يو کس نيول شوى دى.

په هغه حمله کې څلور تنه وژل شوي او ١۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

چارواکو نه دي ويلي چې ايا فکر کوي نيول شوى کس هماغه موټرچلوونکى دى چې خپل موټر يې له ګڼه ګوڼې پر يوه ډک پلورنځي وربرابر کړ که نه؟

پوليسو پرون وويل دوى يو تن چې د دوى خاصه پاملرنه يې جلب کړې وه، تر حملې وروسته نيولى دى.

د سويډن صدراعظم سټيفان لافين پرون تر پېښې وروسته خبريالانو ته وويل:

"پر سويډن حمله شوې، له ټولو نښو-نښانو داسې برېښي چې دا يو تروريستي عمل دى، حکومت ته په دې ټول بهير کې اطلاعات رسېدلي او موږ په پرله پسې ډول معلومات راټولوو، د هغو چارواکو د ملاتړ لپاره چې په وظيفه بوخت دي، حکومت هره هڅه کوي، اوس له عوامو غوښتنه کوو چې بيداره دې وي او د پوليسو معلوماتو ته دې غوږ ونيسي."

تر دې مخکې سويډنۍ افتون-بلاديت «Aftonbladet» ورځپاڼې راپور ورکړ، يو تن چې برسېرن ټپي شوى هم و، نيول شوى او دغه کس د حملې مسؤليت منلى هم دى.