د سټوکهولم پولیس وايي، یو لارۍ موټر د خلکو پر ګڼې ګونې باندې ورغلی چې له امله یې نامعلوم شمېر کسان ټپيان کړي دي.
د سویډن ملي راډيو ویلي چې په دغه پېښه کې چې نن رامنځته شوې درې تنه وژل شوي دي.
نا تائید شوي راپورونه وايي چې د پېښې له ځایه د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د پولیسو لومړنی راپور وايي چې دغه موټر د یوې سیمې سره نېږدې له یوې پلورنځي سره د پلي خلکو سره ټکر کړی دی.
پولیسو ویلي چې دوی په سیمه کې شتون لري.
تر دامهاله ددې پېښې لامل نه دی معلوم.