هغه قزاق زده کونکی چې د تېروتنې له مخې، د روسیې یو شمېر خبري رسنیو کې په سنت پیترس برګ ښار کې مشکوک حمله کونکی بللی و، نن د قزاقستان په پلازمېنه الماتې کې خاورو ته وسپارل شو.
دا زده کونکی ماکسیم ارشیف نومېږي،۲۲ کلن و او د سنت پیترس برګ په دولتي پوهنتون کې، د معلوماتي تکنالوژۍ پوهنځي د دریم کال محصل و.
هغه د دوشنبې په ورځ د سنت پیترس برګ ښار په مټروکې په چاودنه کې ووژل شو.
په دې چاودنه کې د حمله کونکي په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي وو.
د ماکسیم د خاورو ته سپارلو لپاره نن لږترلږه ۲۰۰ تنه چې د هغه کورنۍ، ښوونکي اودوستان پکې وو، هديرې ته تللي وو.
د ماکسیم مور اوپلار نن په هدیره کې خلکو ته وویل چې زوی یې د زده کړو تر بشپړولو وروسته، قزاقستان ته د ستنېدو هيله درلوده.