روسیه وايي د سوریې د هوايي دفاع سیسټم به پیاوړی شي

د روسیې دفاع وزارت نن وویل چې د سوریې د هوايي دفاع سیسټم به پیاوړی شي.

د روسیې مطبوعاتو په حواله، د دې وزارت ویاند جنرال ایګور کونشینکوف نن وویل چې په سوریه کې پرهوايي مرکز د امریکا د مزائيلو حملې ډېرې کمزورې وې او یږازې۲۳ مزائیلو هدف ویشتی دی.

دا نه ده څرګنده چې د امریکا له لوري نور ۳۶ ورتوغول شوي مزائیل چېرته لګېدلي دي.

په همدې حال کې، کرملېن ادعا کړې چې په سوریه کې پر هوايي اډه د امریکا د مزائیلو حملې داعش او نورو وسله والو ډلو ته ګټه رسولې ده.