ولسمشر غني: افغانستان لاهم د پانګونې لپاره ښه ځای دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، جګړې يې په هېواد کې زیات فرصتونه له منځه وړي خو لا هم د پانګونې لپاره ښه ځای دی.

ښاغلي غني نن دا خبرې د سنګاپور له ولسمشر سره په کتنه کې وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، چې دواړو ولسمشرانو نن د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

ولسمشر غني د لري ختیځ یوشمېر هېوادونو او اسټرالیا ته د رسمي سفر په وروستي پړاوکې، بېګا سنګاپور ته ورسېد.

ښاغلی غني نن د سنګاپور په ملي پوهنتون کې د وینا ترڅنګ له لویو سوداګرو او د سنګاپور له دولتي چارواکو سره خبرې کوي.

د افغانستان حکومت وايي، د سنګاپور حکومتي سیسټم له اداري فساد سره د بریالۍ مبارزې ښه بېلګه ده او تجربه یې له افغانستان سره هم مرسته کولائ شي.