کندهار کې ۶ نیول شوي زمري د کابل ژوبڼ کې ځای پرځای کېږي

هغه شپږ سپین زمري چې د کندهار سرحدي ځواکونو له پاکستان سره پولې ته نږدې موندلي وو، د کابل په ژوبڼ کې ځای پرځای کېږي.

د کابل ژوبڼ مشر عزیز ګل ثاقب نن د جرمني خبري اژانس ته وویل، څلور زمریان ژوبڼ ته رسېدلي او دوه لا هم د کندهار له پولیسو سره دي خو ډېر ژر به کابل ته ولېږدول شي.

د ثاقب په وینا، دا زمري ډېره موده په کوچنیو قفسونو کې ساتل شوي نو له دې امله یې پښې زخمي شوې خو د څارویو ډاکتر کتلي او روغتیايي وضعیت یې د ښه کېدو په حال کې دی.

د کابل ژوبڼ ته په رخصتیو کې د ورځې ۷۰۰۰ سیلانیان ورځي.

په دې ژوبڼ کې سل ډوله ژوي ساتل کېږي خو هېڅ کله یې تر دوو زمریانو زیات نه درلودل.