لغمان کې افغان سرتېرو سره نښته کې ۵ وسله وال وژل شوي

په لغمان کې چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو په وروستۍ نښته کې لږترلږه پنځه تنه وسله وال وژل شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي.

د لغمان ولایت د خبرپاڼې په حواله، په مهترلام او شااوخوا سیمو کې د"الماس" په نوم پوځي عملیات روان دي.

په دې عملیاتو کې د وسله والو یو پېژندل شوی قوماندان "مارشالی" هم وژل شوی او څلور وسله وال نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې بېګا په وسله واله نښته کې درې عسکر زخمیان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.