د لندن وروستۍ پېښه کې ټپي شوې رومانيايي مېرمن ووژل شوه

د لندن پولیسو نن وویل چې د رومانیا یوه وګړې اندريا کرستي چې په لندن کې په وروستۍ تروریستي حمله کې زخمي شوې وه، په روغتون کې مړه شوه.

اندریا کرستي ۳۱ کلنه وه او لندن ته د سیل لپاره تللې وه.

هغه دمارچ په دوه ویشتمه نېټه په لندن کې په تروریستي حمله کې زخمي شوې وه.

له دې سره، په حمله کې د وژل شوو شمېر پنځو ته لوړ شو.

بریتانوي چارواکو ویلي، حمله کونکی خالد مسعود په بریتانیا کې زېږدلی و او د اسلام دین یې منلی و.

هغه د بریتانیې د پارلمان ودانۍ ته مخامخ، پر ویست منسترپله پر خلکو حمله وکړه او د یوه پولیس په ګډون یې پنځه تنه ووژل.

مسعود هم پولیسو وویشت او ووژل شو.

اندریا کرستي د حملې پر وخت ټېمز سیند ته لوېدلې وه او له هغه راهیسې په روغتون کې بستر وه.

د کریستي کورنۍ ویلي چي هغې پرون په روغتون کې ساه ورکړې ده.