پر سوریې به د امریکا د حملې په اړه د دې هېواد د متحدانو غبرګون څه وي؟

استاد نصرالله ستانکزی.

د امریکا پوځ نن سهار د سوریې د هوايي ځواکونو پر یوه اډه د لسګونه توغندیو برید وکړ.

روسیې او ایران دا حملې غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، دا برید د امریکا د ملي ګټو لپاره ضروري و.

د امریکا د دې اقدام د احتمالي عواقبو په اړه احمد تکل د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې.

د مرکې په پیل کې ښاغلی ستانکزی دې پوښتنې ته ځواب وايي چې د امریکا د دې اقدام په وړاندې به د روسیې او د روسیې د متحدانو احتمالي غبرګون څه وي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه.