ایران: پر سوریې د امریکا حمله ورانونکی او خطرناک کار دی

د ایران خبري اژانس ایسنا نن د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي په حواله خبر ورکړ چې پر سوریه د امریکا د مزائیلو نننۍ حمله خطرناکه او ورانونکې وه.

ایسنا خبري اژانس نن د قاسمي په حواله لیکلي: "ایران د کیمیاوي وسلو استعمال غندي خو په عین وخت کې باور لري چې دا خبر د یو اړخیز اقدام لپاره د پلمې په توګه وکارول شي، پر نړیوالو قوانینو تېری، ورانونکی او خطرناک کار دی."

قاسمي ویلي: "تهران په شدت داسې یو اړخیز اقدام غندي" او زیاته کړې یې ده چې "داکار په سوریه کې تروریستان پیاوړي کوي او په هغه هېواد او ټوله سیمه کې د وضعیت پېچلی کوي."

ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له عمده ملاتړ کونکو دی او په سوریه کې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې یې د اسد له رژیم سره اقتصادي او پوځي مرستې کړې دي.