روسیې پر سوریې د امریکا راکټي حملې تېری بللی

د روسیې خبري اژانسونه دکرملېن په حواله وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر سوریه د امریکا د مزائیلو حمله د "بل هېواد د خاورې پربشپړتیا"حمله او پر "نړیوالو قوانینو" تېری ګڼي.

رپوټونو د کرملېن د ویاند دېمېتري پېسکوف له خولې ویلي چې ولادیمیر پوتین په دې باور دی چې په سوریه کې د امریکا هر ډول پوځي اقدام د مسکو او واشنګټن روابط لا خرابوي او له ترورېزم سره مبارزه کمزورې کوي.

امریکا نن سهار د سوریې پر یوه هوايي اډه کروز مزائیل ور وتوغول.

دا کار په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د هغې حملې په ځواب کې شوی چې پړه یې د جمهور رئیس بشارالاسد پر رژیم ور اچول شوې ده.

د کرملېن ویاند ديمېتري پېسکوف ویلي چې"ولسمشر ولادیمیر پوتین پر سوریه د امریکا دا حمله د نړیوالو قوانینو پرتولو نورمونو او د یوه مستقل هېواد د خاورې پر بشپړتیا تېری ګڼی."