راپور: پر سوریې د امریکا راکټي برید کې ۴ سرتېري وژل شوي

د امریکا متحدو ایالاتو د سوریې د ادلب ولایت په خان شېخون سیمه کې د کیمیاوي حملې په ځواب کې چې پړه یې د بشارالاسد پرحکومت ور اچول شوې، نن سهار وختي په سوریه کې یوه هوايي اډه په کروز مزائیلو وویشته.

دا په وروستیو شپږ کلونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده، اول واردی چې د امریکا حکومت پر سوریه په مستقیم دول راکټي حمله کوي او د امریکا دجمهور رئیس په توګه د کار له پېل راهیسې، د ولسمشر دونالډ ټرمپ لومړی پوځي امر دی.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ادارې له لندنه په خپل رپوټ کې ویلي چې د امریکا په نننۍ حمله کې د بشار الاسد د رژیم څلور عسکر وژل شوي دي.

ترحملې مخکې، د روسیې ډیپلوماټانو امریکا ته خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې امریکا باید د داسې حملې د ټولو ممکنو منفي پایلو د مسؤلیت منلو ته تیار وي.