د روسیې استراخان ښار برید مسؤلیت داعش واخیست

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د روسیې په استراخان ښار کې د اپریل د څلورمې نېټې د برید مسؤلیت منلی دی.

په هغه برید کې دوه ترافیک پولیس ووژل شول.

دا خبره په هغه ویب سایټ کې چې په اسلامي دولت ډلې پوري تړاو لري شوې ده.

تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو چې د دوی امنیتي ځواکونو څلور مشکوک کسان په برید کې د لاس لرلو په تور په هماغه ورځ ووژل.

د روسیې د ملي ساتونکو درې افسران د استراخان ښار په برید کې ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې دا ادعا داسې مهال شوې چې روسیې د اپریل د درېیمې نېټې بمي چاودنې راوروسته چې په سنت پترز برګ کې وشوه، بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په هغه پېښه کې څوارلس کسان مړه او نېږدې پنځوس نور ټپیان شوه.