مسکو: له سوریې د روسیې ملاتړ بې قید او شرطه نه دی

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند وایي، د سوریې له ولسمشر بشارالاسد څخه د روسیې ملاتړ بې قید او شرطه نه دی.

دیمتري پسکوف پرون له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې بې قید او شرطه ملاتړ په دې نړۍ کې ممکن نه دی.

پسکوف زیاتوي:

"دا سمه نه ده چې ووایو مسکو کولی شي ولسمشر اسد قانع کړي چې هر هغه څه وکړي چې مسکو یې غواړي."

دغه روسي چارواکی وایي، اسد او د هغه پوځ په سوریې کې یوازینی ریښتونی قوت دی چې هلته د تروریستانو په وړاندي مقاومت کولی شي.

دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د سوریې په ادلیب ښار کې یوه ظاهراً د کیمیاوي وسلې برید تر اتیا ډېر کسان ووژل چې اکثره ملکیان وو.

متحده ایالات او لوېدیځ هېوادونه په دې باور دي چې دا کار د سوریې حکومت کړی دی.

سوریې د کیمیاوي وسلې کارول نه مني.

ایران او روسیه دواړه د سوریې د حکومت پوځي او سیاسي ملاتړي دي.