د روسیې په سن پیټرسبورګ ښار کې چارواکي وايي چې په یوه کور کې یې چاودیدونکي مواد نیولي او شنډ کړي دي.
د چارواکو په وینا، د مشکوکې ودانۍ په اتمو او نهمو پوړونو کې څېړنې روانې دي.
چارواکو ویلي چې د ودانۍ اوسېدونکي خوندي سیمې ته ولېږدول شول.
په سن پیټرسبورګ کې درې ورځې وړاندې په بمي چاودنه کې ۱۴ تنه ووژل او ۵۰ تنه زخمیان شول.