تېرو نهو ورځو کې په کابل کې ۸۹ جنايي پېښې رامنځ ته شوي

په تېرو نهو ورځو کې په کابل کې ۸۹ جنايي پېښې رامنځ ته شوي دي.

د کابل امنیه قومندان وايي، له دغه جینايي پېښو سره د تړاو په تور يې ۱۳۹ تنه نیولي دي.

حسن شاه فروغ نن خبریالانو ته وویل، قتل، لار نیول او اختطاف هغه جرمونه دي چې په دې پېښو کې شامل دي.

نوموړي وویل:

"په تېرو نهه ورځو کې ټولې نهه اتیا بېلابېلې پېښې رامنځ ته شوي چې په تور يې ۱۳۹ کسان نیول شوي او د عدلي تعقیب لاندې دي."

ښاغلي فروغ همدا راز وویل په دې برخه کې په کابل کې د دوه تروریستي پېښو د رامنځ ته کېدو مخنیوی شوی او عاملین يې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې په کابل کې د جنايي جرمونو او د وسلوالو غلو د باڼدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.