د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر امین الله توخي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ابردي نومې سیمې څخه ورته نن څلور ښځې او یو ماشومان ور وړل شوي چې په خبره يې په یوه کور کې د هاوان مرمۍ د لګید له امله ټپیان شوې وو.
نوموړی وايي چې دغه پېښه نن سهار۱۰بجې شوې خو وايي چې د ټپیانو روغتیايي حالت اوس ښه دی.
له دې سره د دغو ټپي مېرمنو او ماشومانو خپلوان وايي چې دغه د هاوان مرمۍ د ملي اردو لهخوا توغول شوې او په کور لګیدلې چې دغه ۵ تنه يې ټپیان کړل
دوی له دولته غوښتنه وکړه چې دغه پېښه وڅیړي او له عاملینو سره قانوني چلند وکړي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ملي اردو د څلورمې پلي لېوا مسؤلین په دې اړه ناخبري ښيي او وايي چې موږ په دې اړه پلټني کوو.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې دمخه هم په دغه سیمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۶تنه ښځې او ماشومان
ټپيان شوي.