داوود خان روغتون ته ۲،۷ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د سردار محمد داوود خان روغتون ته دوه اعشاریه اوه میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دی.

د دې ماموریت ویاند نن په کابل کې خبریالانوته وویل، یو اعشاریه اوه میلیونه ډالر به د روغتون لپاره د نویو طبي وسایلو پر اخیستلو ولګېږي.

پر سردار محمد داود خان روغتون په وسله واله حمله کې د مارچ په اتمه نېټه لس هاوو تنه ووژل او زخمیان شوو. د حملې مسولیت داعش واخیست.