خوست کې نن د کانکور ازموینې اخېستلو بهیر پېل شو

په خوست کې نن د کانکور ازموینې اخېستلو بهیر پېل شو او سبا به هم دوام وکړي.

په ازموینه کې به ۵ زره زده کونکي چې له دولسمو ټولګیو فارغ شوي، ګډون وکړي.

د ازادي راډيو خبریال وايي په خوست کې د کانکور د ازموینې ټول ګډون کوونکي د بایومټریک سیسټم له مخې ثبت شوي څو په دې بهېر کې د فساد او درغلۍ مخنیوی وشي.