د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري وايي:"ښځې غواړي چې د سولې ناکامه پروسه بریالۍ کړي."
مېرمن نظري نن په هرات کې د [سولې لپاره ښځې] غونډه کې چې ملګرو ملتونو جوړه کړې وه، دا څرګندونې کړې دي.
د غونډې هدف د افغانستان د سولې په هڅو کې د ښځو پر ونډه خبرې وې چې د هرات له ۱۳ ولسوالیو څخه لږ تر لږه ۵۰ ښځو برخه په کې اخیستې وه.
په هرات کې ننۍ غونډې ته د یوناما سرپرستې پرنیلا کارډېل وویل چې په افغانستان کې د سولې ډ ټینګښت لپاره باید په ټولنه کې د ښځو موقف پیاوړی شي.
د غونډې په پاي کې یوه اعلامیه خپره شوه چې د سولې لپاره په هڅو کې د ښځو د ونډې د زیاتېدو او د ښځو د غږ لوړېدو ټینګار پهکې شوی دی.