د اروپا پارلمان نن د اوکراین خلکو ته د وېزې د ازادۍ پرېکړه وکړه. اوکراینیانو ته د داسې ازادي ورکولو پرېکړه سترګام بلل کېږي.
اروپا ته د اوکراینیانو د سفر د ازادۍ پریکړه باید د اروپايي اتحادیې د ۲۸ غړو هېوادونو سفیران هم تائید کړي.
ټاکل شوې چې د اتحادیې د غړو هېوادونو استازي د اپرېل په ۲۶مه په بروکسل کې په دې اړه غونډه وکړي او د اروپا د پارلمان دا پرېکړه تائید کړي.
په اروپايي اتحادیه کې یو شمېر سرچینو نن ازادي راډیو ته وویل چې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د مې په ۱۱ نېټه پردې پریکړه د تائید مهر ولګوي.