د افغانستان حکومت غواړي د ولسمشر ډونالد ټرمپ پاملرنه د لیتیم په ګډون د افغانستان پراخو طبیعي زېرمو ته واړوي.
په وچه کې پروت افغانستان د مس، اوسپنې، قیمتي فلزاتو-کرومات، سیماب او جست، همداراز د یاقوتو او زمردو په څېر د قیمتي ډبرو او د سرو او سپینو زرو زېرمې لري چې ارزښتیې د یو او درې تریلیون ډالرو تر منځ اټکل شوی خو په دې ټولو کې زیات ارزښت لیتیم لري.
د دې کانونو ایستل د ناامنۍ له کبله ښايي ستونزمن کار وي خو کابل هیله لري چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونو ته وهڅوي.
اسوشیټېډ پرېس د عامه تأسیساتو، بشري ظرفیتونو او ټکنالوژۍ چارو کې د ولسمشر غني د سلاکار همایون قیومي له قوله لیکي چې وايي، د افغانستان څو محدودو کانونو کې کار شوی نو ځکه د نوموړي په وینا دا هېواد په ځانګړي ډول د کانونو برخه کې د امریکايي کمپنیو د پانګونو لپاره ډېر مناسب دی.
د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ پالېسي تر اوسه نامعلومه ده خو قیومي وايي، افغانستان د لیتیم په څېر بېلابېل ستراتیژیک او مهم کانونه لري او کابل د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د امریکايي شرکتونو پانګونو ته لېوال دی.
لیتیم هغه کیمیاوي عنصر دی چې د موبایل ټیلیفونونو او لپټاپ کمپیوټرونو د بټریو په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي او په افغانستان کې یې لویې زېرمې شته.
ویل کېږي د افغانستان د لیتیم کانونه ډېری په غزني، هرات او نیمروز ولایتونو کې دي.
غزني تر ډېره د افراطي وسلهوالو ډلو له ګواښ سره مخامخ دی خو په هرات او نیمروز کې هم وسلهوال مخالفین فعال دي.
ولسمشر غني په تېر ډیسمبر کې له ولسمشر ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه بحث وکړ.
قیومي وايي چې د ټرمپ ادارې په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.
د ټرمپ له لوړې وروسته په تېره فبروري کې دواړو ولسمشرانو د امنیت په اړه خبرې سره وکړې.
ناامني او فساد د افغانستان دوه خورا لویې ستونزې دي ځکه په ډېرو سیمو کې یا وسلهوال مخالفین او یا خپلسري وسلهوال واکمن دي چې پر کانونو هم ولکه لري.
د سپينې ماڼۍ یو چارواکی وايي امریکا د کانونو د ایستلو په ګډون د اقتصادي پرمختګ هڅې د افغانستان د ثبات لپاره مهمې ګڼي.
دا چارواکی چې نهغواړي د اسوشیټېد پرېس په راپور کې یې نومیې یاد شي زیاتوي چې امریکا به د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو برخه کې له افغان پانګهوالو او چارواکو سره په ګډه کار وکړي څو افغانستان له اقتصادي پلوه پرمخ ولاړ شي.