په سوریه کې پر فرات سیند یو ستر بند بیا فعال شو

په سوریه کې پر فرات سیند یو ستر بند چې د یوې هوايي حملې له امله‌یې د نړېدو خطر و، پرون بیا فعال شو.

دا بند د سوریې الطبقه ښارګوټي ته نېږدې جوړ شوی او لږ تر لږه ۱۱ ورځې چې په سیمه کې د امریکا په پلوي د کُردي ځواکونو او د داعش وسله‌والو تر منځ شدیده جګړه روانه وه، له کاره لوېدلی و.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې له لندنه فعالیت کوي، ویلي چې د سره صلیب نړیوال سازمان یو شمېر مأمورین او د بند کارکوونکي د داعش تر واکمنۍ سیمو کې تېر شوي او د ابريزونو له لارې یې د بند ودانۍ ته ځانونه رسولي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي چې د طبقه بند اوس فعال دی او د نړېدو وېره‌یې نه‌شته.

الطبقه بند په سوریه کې د برېښنا د تولید تر ټولو ستر بند بلل کېږي چې د امریکا په مشرۍ، د نړیوال ائتلاف په هوايي حمله کې تخریب شوی و.

انجنیرانو خبرداری ورکړی و چې حمله کې د بند د کنټرول خونه ويجاړه شوې، دروازې یې بندې شوي او د اوبو اندازه‌يې تر خطرناکه حده لوړه شوې وه.

الطبقه بند د فرات په حوزه کې د اوبو لګونې، کرنې او د برېښنا لپاره ډېر مهم بلل کېږي.