د فرانسې یوه محکمه به د سربیا د غوښتنې پر اساس، د کوزوو د پخواني صدراعظم راموش هارادینای د مستردولو په اړه غونډه وکړي.
راموش هارادینای د روان کال د جنورۍ په څلورمه په فرانسه کې ونیول شو.
د سربیا حکومت د جنګي جنایتونو د ترسره کولو په ګومان، د هارادینای د ترلاسه کولو غوښتنه لري.
راموش هارادینای له ۱۹۹۸ تر ۱۹۹۹ میلادي کاله د کوزوو د کورنۍ جګړې پر مهال په ملېشه جنګیالو کې و او د سربیا حکومت ادعا کوي چې هغه مهالیې خلک شکنجه کړي، تښتولي او جنګي جنایتونهیې کړي دي.
خو هارادینای تېره میاشت د فرانسې په کولمار ښار کې د محاکمې پر مهال وویل چې دی سیاسي یرغمل دی.
راموش هارادینای ۴۸ کلن دی.
هغه هاګ کې د جنایتونو په نړیواله محکمه کې دوه وارې محاکمه شوی او له جنګي جنایتونو بري اعلان شوی دی.