د افغانستان د مالیې وزارت او د خصوصي سکټور متشبیثین په هېواد کې کمزوری مالي او د حساب ورکونې سیسټم د اقتصادي پراختیا پر وړاندې جدي ستونزه بولي.
د مالیې وزارت مرستیال مصطفی مستور د پنجشنبې په ورځ کابل کې د حسابدارۍ په لومړني تخصصي کنفرانس کې دا ستونزه تائید کړه خو له حکومتهیې وغوښتل چې په افغانستان کې پیاوړی شفاف مالي او د حساب ورکونې سیسټم رامنځته کړي.
ښاغلي مستور زیاته کړه، لازمه ده ځوان کدرونه دې برخه کې له بهرنیو ماهرینو څخه زدهکړه ترلاسه کړي څو دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.