عبدالله: د بې‌کیفیته او قاچاقي درملو شتون اندېښمن کړي یو

د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، د هېواد بازارونو کې د بې‌کیفیته او قاچاقي درملو شتون د اندېښنې وړ دی.

اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله چې نن‌يې د روغتیا او خوراکي توکو د ارزولو لابراتوار په پرانیست غونډه کې خبرې کولې وویل، که هېواد ته د بې‌کیفیته او قاچاقي درملو د راتګ مخنیوی وشي نو دې برخه کې به په کور دننه سرمایه‌ګذاري لا تقویه شي.

ښاغلي عبدالله وویل:

"زموږ پانګه اچونکې دې مطمئن اوسي چې د بې‌کیفیته درملو د قاچاق د مخنیوي لارې وجود لري، که هېواد کې زمینه برابره اوسي او لابراتوارونه وي او په ورته وخت کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي په اطمینان وایم چې د بې‌کیفیته درملو د وارداتو مخه نیول کېږي."

د دې تر څنګ د افغانستان د عامې روغتيا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز هم چې په دغې پرانیست غونډه کې خبرې کولې تائيد کړه چې د هېواد په بازارونو کې بې‌کیفیته درمل شته.