په کابل کې یو شمېر مدني ټولنې د سیاسي بنسټونو استازي، قومي مشران او ولسي وګړي راټول شوي چې د ډیورند په کرښه د پاکستان وروستي اقدامات وغندي.
د لسګونه موټرو کاروان ته "د هېواد د مقدسې خاورې څخه د دفاع ملي کارون" نوم ورکړل شوی دی.
د لاریون یو تن ګډونوال او د افغانستان نوین څېړنیز مرکز مطبوعاتي مسؤل عبدالله ژړند ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند په نوم راښکل شوې کرښه هېڅ ډول قانوني حیثت نهلري.
هغه وویل، د کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستي اقدامات غندي او له افغانانو د ملي یووالي غوښتنه کوي.
دی زیاتوي:
"هېڅ کوم سند وجود نهلري چې دغې کرښې ته قانوني حیثیت ورکړي، د دې کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه افغانان دي، درد او غميې یو دی نو پاکستان باید د ټولو هغو اقداماتو څخه لاس واخلي چې د ډیورند د خیالي کرښې په اوږدو کې يې ترسره کوي."
هغه وویل چې د ترهګرو روزنځایونه پاکستان کې دي نو ځکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غواړي چې باید په دې هېواد هر ډول بندیزونه ولګوي.