د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان په ګډون پر یو لړ نړیوالو مسئلو خبرې وکړې.
سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ وویل چې دواړو مشرانو د افغانستان او د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ په اړه خبرې وکړې او د دغو او ځینو نورو مسایلو په اړهیې د نېږدې همکاري او همغږي ژمنه وکړه.
د جرمني صدراعظمې چې د مارچ په ۱۷مهیې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره کتلي و ویلي چې هېواد بهیې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت کې خپل شراکت ته دوام ورکړي.
د خبر له مخې د کډوالو او سوداګرۍ په ګډون د ډېرو مسایلو په اړه مېرکل او ټرمپ اختلافات درلودل او ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې جریان کې په تېره بیا د کډوالو په اړه د مېرکل پر پالېسۍ سخت انتقاد کړی و خو په سپینه ماڼۍ کې له مېرکل سره له کتنې وروسته د ټرمپ لهخوا دغه انتقادونه ډېر نهاورېدل کېږي.