افغان امنیتي ځواکونو د پکتیکا په "بند سردې" سیمه کې د پولیسو پر پوستې د طالبانو حمله د چهارشنبې په شپه، شاته وتمبوله.
د پکتیکا ولایت د رسنیو برخې مسؤل محمد رحمان ایاز ازادي راډیو ته وویل:
"وسلهوالو طالبانو پر امنیتي پوستې برید وکړ، پولیسو مقاومت وکړ چې په ترڅ کې یې شپږ د دولت مخالف وسلهوال ووژل شول او اووه تنهیې ټپیان شول. د دوی زیاته اندازه مهمات هم امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي. په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته د سر زیان نهدی اوښتی."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.