تمه ده چې نن د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سنګاپور له چارواکو سره وګوري.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال د سنګارپور یو ورځنی سفر له دوه پلوه مهم وباله:
"سنګاپور د دې لپاره موږ ته مهم دی چې هغه د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ډېره ښه تجربه لري، همداراز هلته په تخنیک او تخنیکي زدهکړو کې ډېر ښه فرصتونه د افغانانو لپاره برابرېدلای شي."
اشرف غني پرون اندونیزیا کې و.
هلته د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په افغانستان کې د سولې لپاره د ولسمشر غني د هڅو ستاینه وکړه او ویېویل چې په لنډ راتلونکي کې به یو پلاوی افغانستان ته واستوي څو د سولې په برخه کې له افغان چارواکو سره اندونیزیا خپلې تجربې شریکې کړي.
اندونیزیا ژمنه وکړه چې د افغان ښځو د ظرفیتونو د لوړولو تر څنګ به افغان ځوانانو ته د ډیپلوماسۍ برخو کې د زدهکړو په هدف تحصیلي بورسونه ورکړي او په افغانستان کې به د اسلامي زدهکړو یو مرکز پرانیزي.