د ډیورند کرښې په اړه افغان دولت خپل رسمي دریځ بیان کړ

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان دولت د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرغړونو په وړاندې غلی نه‌دی بلکې ډیپلوماتيکو هڅو ته‌یې لومړیتوب ورکړی دی.

د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني د ډیورند پر کرښه د وروستیو ستونزو په تړاو د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، دولت او افغان ځواکونه به له دې وروسته هر هغه اقدام وکړي چې ملت‌یې غوښتنه کوي.

ښاغلي مستغني په دې اړه د افغان دولت رسمي موقف بیان کړ وايي، پاکستان غواړي په دې اقداماتو د دغه هېواد پر وړاندې د نړیوالو نظر بدل کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، ډيورند کرښه يوه ملي داعيه ده

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د ډيورند فرضي کرښه یوه تاریخي مسئله او ملي داعیه ده او هېڅ حکومت د هغې په اړه د پرېکړې واک نه‎لري، په دې اړه تصمیم یوازې د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو خلکو دی، خو د ډیورند فرضي کرښې په مطرح کولو سره پاکستان د نړیوالو ذهنونو د بدلولو هڅه کوي، موږ په مستند ډول د پاکستان اصلي څېره نړیوالو ته ثابته کړې او دا هېواد اوس هڅه کوي چې په دې بحثونو عامه ذهنونه منحرف کړي."

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د راکټونو ورولو، یو اړخیزه تأسیساتو جوړولو، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ته د نه‌احترام په څېر سرغړونې کړي دي چې په هېڅ ډول موجه دلایل نه‎لري.

افغان حکومت تېره میاشت د پاکستان د دغو سرغړونو په وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم شکایت لیک لېږلی و او اوس تمه لري چې ملګري ملتونه به د پاکستان پر وړاندې یو پرېکړه‎لیک صادر کړي.

د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستي یو اړخیزه اقدامات او د دې کرښې په اړه د افغان حکومت چوپتیا په وروستیو کې د ملي شورا د غړو تر انتقاد لاندې وه.

خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان د سرغړونو په وړاندې یې اقدامات کړي او د پاکستان سرغړونې د هغه هېواد کمزوري ښيي نه‌پیاوړی دریځ.

د افغانستان د ځمکو او اوبو په اړه د څېړنیز مرکز مشر عبدالله هېواد بیا وايي، افغان دولت د پاکستان د یو اړخیزه اقداماتو په وړاندې خورا ناوخته دریځ اعلانوي په داسې حال کې چې دا موضوع د هېواد دننه په تود بحث بدله شوې ده.

نوموړی وايي:

"دا به ډېر ښه و چې افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او امنیت شورا په اوله ورځ په ملګرو ملتونو کې خپل شکایت ثبت کړی وی چې پاکستان د اغزن تار د غځولو او نورو سرغړونو حق نه‎لري، کله چې ټول ملت غبرګون وښوده او یو له بل سره په جنګ شول د بهرنیو چارو وزارت دریځ څرګندوي چې ناوخته دی."

خو پوښتنه دا ده چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرغړونو مخنیوی څرنګه ممکن او دا کرښه کله د بحث وړ ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، د مخنیوي په اړه‌یې د ملت غوښتنه پر ځای کوي هغه که ان د افغان ځواکونو اقدامات وي او په دې اړه بحث بیا یوازې هغه وخت ممکن دی چې په افغانستان او د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته ثبات حاکم شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ