د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ویلي چې د سن پټرزبورګ په مټرو کې حملې دا وښوده چې د پخواني شوروي جمهوریتونه د ترورېزم له دوامدار ګواښ سره مخ دي.
پوتین د خپلواکو ټولګټو دولتونو د مشرانو یوې غونډې ته نن په مسکو کې دا خبرې وکړې.
د پوتین په خبره "له بده مرغه حالت نه ښه کېږي په سن پټرزبورګ کې وروستۍ ټراژیدي د دې خبرې واضح ثبوت دی."
د سن پټرزبورګ ښار په مټرو کې تېره دوشنبه د یوه قرغزي تبعه ۲۲ کلن اکبر جان جلیلوف لهخوا بمي چاودنه وشوه چې پهکې ۱۴ کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي.
روسي چارواکو ویلي چې ننیې په سن پټرزبورګ ښار کې د منځنۍ اسیا هېوادونو شپږ اتباع داعش یا اسلامي دولت ډلې ته د خلکو د جلب په تور نیولي دي.
د روسیې د تحقیقاتو فدرال ادارې ویلي اوس وخت داسې ثبوت نهشته چې د دغو شپږو نیول شویو کسانو او د سن پټرزبورګ ښار په مټرو کې د بم اېښودنې د عامل اکبر جان جلیلوف تر منځ اړیکه ثابته کړي.