د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په دغه ولایت کې تېر کال د ګمرکي عوایدو د زیاتوالي لامل د حیرتان بندر له لارې د وارداتو زیاتوالی دی.
د دغې خونې رئیس شیراحمد سپاهيزاده نن ازادي راډيو ته وویل، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د تېرو کلونو په پرتله د حیرتان بندر له لارې د وارداتو کچه پنځوس په سلو کې زیاته شوې وه.
د ښاغلي سپاهيزاده په خبره، د تېر کال په ګمرکي عوایدو کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی و.
د نوموړي په وینا، د بلخ د حیرتان بندر له لارې هېواد ته ساختماني، خوراکي او نفتي مواد چې ډېره برخهیې له روسيې او قزاقستان څخه دي، راواردېږي.