د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت هغه راپورونه بېبنسټه بولي چې ګنې د کابل د علاوالدین په روزنتون کې یو شمېر نجونې له جنسي ځورونو سره مخې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغه راپورونه د یوه خصوصي ټلوېزیون په توطئې خپاره شوي دي.
نوموړي سره له دې چې د دغه ټلوېزیون نوم وانخیست خو ويېویل چې له څېړنو وروسته د دغه ټلوېزیون مسؤلانو بخښنه غوښتې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس دا مهال په هېواد کې ۷۲ بېلابېل خصوصي او دولتي روزنتونونه فعالیت کوي.