اشرف غني له استرالیا د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته رسېدلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه مهال له استرالیا څخه د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته رسېدلی دی.

ارګ ماڼۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني به د دغه سفر په ترڅ کې د اندونیزیا جمهور رئیس او د دغه هېواد له نورو لوړپوړو چارواکو سره په جلا کتنو کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اړیکو د لاپیاوړتیا او هر اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وکړي.

په پام کې ده چې د جمهور رئیس غني او د اندونیزیا د جمهور رئیس په حضور کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د معارف، کرنې، احصائیې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ساینس، ټکنالوژۍ او لوړو زده‎کړو برخو کې د همکارۍ توافق‌نامې هم لاسلیک کړي.