کندز کې د حقاني شبکې یو مهم قوماندان نیول شوی

په کندز ولایت کې د حقاني شبکې یو مهم قوماندان نیول شوی دی.

د کندز امنيې قوماندان جنرال عبدالحمید حیمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د امام‌الدین په نامه د حقاني شبکې دغه غړي په چهاردرې ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعالیتونه کول او شاوخوا ۱۷ تنه دولتي سرتېري یې وژلي وو.

د حقاني شبکې دغه غړي په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي دي چې د سیمه‌ییزو پولیسو په دوو پوستو کې يې زیات شمېر سرتېرې وژلي دي.

وسله‎والو مخالفينو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.