د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ډيورند کرښه يوه ملي داعيه ده او په دې هکله افغان دولت د پرېکړې کولو صلاحیت نهلري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ډیورند کرښې په اړه يوازې د دواړو خواوو اوسېدونکي صلاحيت لري.
ښاغلی مستغني زیاتوي:
"د ډيورند فرضي کرښه یوه تاریخي مسئله او یوه ملي داعیه ده او د افغانستان حکومت په دې برخه کې د پرېکړې صلاحیت نهلري او د دې پرېکړه د ډيورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو اوسېدونکو صلاحیت دی."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي کنګرې د ګونډ رئيس لطیف پدرام ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند کرښه، رښتیني پوله ده.